

|
زمونږ روايات او د نن صبا ډرامې
اسد الله خان لغماني
|
|
که چرې مونږ خپل ګېر چاپېره وګورو نو په معاشره کښې مختلف قسمه خلق موندلے کېږي چې په معاشره کښې يي ښه کردار دے خو په نني دور کښې اکثر زمونږ د ډرامو نه داسې سيزونه مونږ ته سرګندېږي چي په هغې کښې د پښتو د راوائاتو په اړه مونږ ته هيس فائيده نه موندلے کېږي اکثر د پښتو په ډرامو کښې مونږ ګورو چې د پښتون کردار د يو بدمعاش (غنډه) ګنده ګير شرابي ، يا چرسي ،سره کودلے کېږي ولې ؟ آيا د پښتو په ټولنه کښې صرف دغه خلق اوسېږي ؟ نه بلکل نه خو زمونږ روائيت ليکوالانو او اکټرانو صرف د ټوپک وسلې او د نشو تماشو پورې محدود کړے دے او يواځې د هغو غلطي هم نه ده بلکې زمونږ هم پکښې پوره پوره لاس دے که چرې مونږ دا پروموټ نه کړو نو دا به مک په وړاندې نه ځي خو مونږ له هم دغه کردار خوښ دے ۔
د پښتنو د په معاشره کښې ډېر نامتو خلق هم تېر شوي دي خو په هغوي باندې چرې هم چا نه ډرامه او ليکله او نه يو کردار يا ايکټر دا هسه وکړه خو هغه به څه کوي هغه ته چې څه سکريپټ ورکولے کېږي هغه به هغه وائي ۔
زمونږ په اتلانو چي ډرامي مونږ له ليکل کول يا ډرامه جوړول پکار دي هلته انډين فلم انډسټري کار کوي لکه احمد شاه ابدالي چې زمونږ اتل دے په انډين فلم انډسټري کښې په هغه فلم جوړ دے خو مونږ صرف د دشمنو او د ټوپک نه بهر نه راوځو ۔ ځه دا منم چې ټوپک ننګ غېرت او مړانه مونګ له کول پکار دي خو چې زمونږ ټوپک د زمکې په سر جنګ کښې په يؤ ډرامه کښې خودلے شي هلته که د وطن په سر ننګ کښې و خودلے شي نو دا هم د زمکي په سر جنګ دے خو د تربور سره نه بلکې د دشمن سره وي او په دې به زمونږ يو روايت راژوندے شي ۔
د وسني دور ډرامې داسې جوړې دي چې په هغې کښې د غېراخلاقي مواداو استعمال ډېر شوے دے ۔ يعني دا د کردار سازئ په ځاے کردار کشي کوي دغه ډرامو کښې چې کومه مکالمه سازي شوې ده دغه مکالمه سازي په دا ترتيب ده چې کوم الفاظ استعمال شوي دي دا الفاظ زمونږ د ټولنې يا کلتور سره هيڅ سمون نه خوري ۔ کله چې ماشومان يا دا نوي زوانان دا ګوري نو صباله په خپلو محفلو کښې د دغه الفاظو استعمال کوي ۔ددې په وجه چې کوم هغه خلق دي چې دا نه مني د هغو تر مينځه ډېر تريخوالے پېدا کېږي۔
په تېرو ورځو کښې مې د پښتو يو زړې ډرامې يو کلپ و کتلو چې پکښې د پښتو يو روايت (مېلمستيا) يا ميلمه په اړه داسې خودلي شوي دي چې پښتانه د ميلمه په سر خپل سر بائيلي خو ميلمه دشمن ته نه سپاري که په وسنو ډرامو کښې هم دا راشي نو نوي کول ته به د پښتو روايات هم معلوم شي او ډرامې به هم يو نوے خوند او رنګ پېدا کړي۔
پښتو او اردو ډرامو کښې د پښتون کردار:
که دغه شان د اردو ژبې په ډرامو کښې مونږ اوګورو نو په هغې کښې هم د يو پښتون په لاس کښې صرف ټوپک ورکړلے شوے وي هغه د يو باغې تصوير راوړي يا چرته د يو نوکر کردار وي چې د نوابانو سره ټوپک ګرځوي۔ دا هغه ليکوالون وي چې هغوي پښتانه صرف د يو نوکر په حيثيت ليدلي دي ولې دا نور کلق د چا سره نوکري نه کوي۔ يا دوي د چا سره ټوپک نه ګرځوي ۔ اخر پښتانه ولې؟ هغه ځکه چې که چرې په ډرامه کښې يو پښتون کردار ښه جوړ کړے شي نو پښتانه به هغه ښه کردار راواخلي او تګرقي به وکړي۔
د پښتنو د پاره او پښتون معاشرې د پاره يوه هڅه
په دل ازارئي بښنه غواړم۔
|
|
|