

|
پښتو او پښتانه د کومې نه راغلي دي؟
|
|

پښتو د پښتنو ژبه ده. پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسيدونکو پخوانۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنگويستيکي )وگړنۍ ډله ده پښتو او پښتانه له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمي بلخ اوپامير اړه لري. د پښتنو نيکونه د سکه، ساکه،ساک کاس ساکانو او کاسيانو په نومونو يادېدل، او پښتو هم د ساکي ژبي نمسۍ زباده شوي ده۔ساکان د اوېستاييانو، پارتيانو، ماديانو او پارسيانو تر څنگ پنځم آريا ني ټبر گڼل کېږي چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز چين۔هند و کشميره سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او دسکندر مقدوني په مشرۍ يې د يوناني يرغلگرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي باکتريا ۔ بلخ او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې او راوروسته يې په گډه يونان _ باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده. ٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه چي راوروسته پر سيستان واوښت. په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنگه شوه، په شمال کې ساکي نسل کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنياد کښېښود چي د هېواد پر شمال او جنوب سر بېره يې شمال مغربي هند اوکشمير هم په خپله ولکه کې راوستل. پښتنو مقامي خلقو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول.په دې توگه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه (اثر ) شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل، په تېره غبرگژبيزوالی(کثافت) ( ټ، ډ، ړ، ڼ )، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني ) خپلوانو ژبو، په سر کې دهمټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي، کوردي، بلو څي... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي
|
|
|