.پښتو د پښتنو ژبه ده. پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسيدونکو پخوانۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنگويستيکي )وگړنۍ ډله ده پښتو او پښتانه له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمي بلخ اوپامير اړه لري. د پښتنو نيکونه د سکه، ساکه،ساک کاس ساکانو او کاسيانو په نومونو يادېدل، او پښتو هم د ساکي ژبي نمسۍ زباده شوي ده۔ساکان د اوېستاييانو، پارتيانو، ماديانو او پارسيانو تر څنگ پنځم آريا ني ټبر گڼل کېږي چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز چين۔هند و کشميره سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او دسکندر مقدوني په مشرۍ يې د يوناني يرغلگرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي باکتريا ۔ بلخ او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې او راوروسته يې په گډه يونان _ باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده. ٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه چي راوروسته پر سيستان واوښت. په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنگه شوه، په شمال کې ساکي نسل کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنياد کښېښود چي د هېواد پر شمال او جنوب سر بېره يې شمال مغربي هند اوکشمير هم په خپله ولکه کې راوستل. پښتنو مقامي خلقو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول.په دې توگه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه (اثر ) شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل، په تېره غبرگژبيزوالی(کثافت) ( ټ، ډ، ړ، ڼ )، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني ) خپلوانو ژبو، په سر کې دهمټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي، کوردي، بلو څي... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي.
۔
د پښتو ژبې پيښليک:.
پښتو د سترې هندو يورپي ژبنۍ کورنۍ په اَريايي يا هندو ايراني او بيا له 12-13 پاميري ژبو او اوسيتي سره د اَرياني خرانگې په شمال- ختيزه(باختري) څانگه او ورپسې په ساکه يا ساکي (مخکښېنئ) اړه لري او په دې ترځ کې د افغانستان ډېری- بومي ژبه گڼل شوې ده.
د پښتو ژبې فوټ نوټونه(پښويه):.
پښويه ديوې ژبې له بېلابېلو لهجو(dialects) څخه د را اېستلو يا استخراج کړو اصولو او قاعدو يوه يوازېنۍ ټولگه (مجموعه) ده چې د ژبپوهانو له خوا د ژبپوهنې په رڼا کې کښل کېږي. پښويه په انگرېزي ژبه کې گرامر بلل کېږي. يو داسې گرامر، لکه يو دېموکراتيک اساسي قانون له اړوندو ويونکيو څخه رامنځته کېږي، خو تطبيق يې په هغو نه، بلکې په هماغو کښونکو (ژبپوهانو) او ښوونکو اړه لري چې په خپله يې د يوې- يوازېنۍ کره ليکلارې د راخپلونې او په پرديو ته يې د ټوليزې ژبې د زده کړې لپاره په کار اچوي۔