" عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ. " بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ نٓ وَ الۡقَلَمِ وَ مَا یَسۡطُرُوۡنَ ۙ
      FM RADIOS-Listen Live

ليکنې معيار

پښتو لکه د نړۍ بله هره ژوندۍ ژبه پر دوو بنسټيزو جولو وېشنه مومي: گړنۍ(گفتاري) پښتو او ليکنۍ(نوشتاري) پښتو. داچې گړنۍ پښتو پر بېشمېرو ټبرنيو، سيمه ييزو او ټولنيزو گړدودونو وېشل کېږي، نو په کارده، موږ هم د نورو دوديالو ژبو غوندې يوه يوازېنۍ کره او گرامري ليکنۍ پښتو ولرو او په ټولو فرهنگي او علمي برخو کې يې وکاروو. په دې لړکې ټوليزې رسنۍ(mass media) هم راځي، که هغه چاپي دي، که برېښنايي او (Electronical)، په بله وينا راديويي دي، که تلويزيوني يا انټرنېټي. د يو شمېر پښتو رسنوالو او خپرنوالو دا خبره بېځايه ده چې ډېر مينه وال او ان ليکلوستوال او زده کړوال يې په ادبي يا کره پښتو سم نه پوهېږي او په کارده، د همدوی عامه ساده او روانه پښتو وکاروو. خو چې ترې وپوښتي، په کومه يوه((عامه ساده او روانه پښتو))، د کومې سيمې يا ټبر؟

نو په همدا ((يوه)) کې بند پاتې شي. ځکه يوه داسې پښتوعامه ساده او روانه پښتو مو هله درلودای شوه چې په پرتليز(نسبي) ډول د(( يوې يوازېنۍ گړنۍ پښتو)) درلودونکي وای،او دغه کار بيا هله شونی وو چې يو يوازېنی ((قوم))، ياهم تر هغه پورته يو ((ملت)) وای او پر بېشمېرو خېلونو او زييونو نه وای وېشلی!

داهم پر زباد(اثبات) رسېدلې، په هره پر مختللې ټولنه کې يوه- يوازېنۍ گړنۍ ژبه هله را منځته شوې چې وار له مخه ليکني يو والي ته رسيدلې.

معني يې داچې ويونکيو يې دزده کړې، ليک لوست او ميډيا له لارې ړومبی يوه-يوازېنۍ ادبي،فرهنگي، علمي يا په يوه ټوليز نامه((کره ليکنۍ بڼه)) راخپله کړې او بيايې هله سره گړنۍ هغه هم يوه پرتليز يووالي ته رسېدلې ده.

هن، که له عامې ساده او روانې پښتو څخه دکوم ښاغلي يا اغلې موخه هغه فارسي ځپلې او اردو ځپلې پښتو وي چې نه د پښتو له عمومي گرامري قاعدې او قانون سره اړخ لگوي او نه دکوم گړدود استازي کوي، فارسي ځپلې پښتو، لکه:

تصميم نيول(پتېيل)، صورت نيول(ترسره کېدل)، په عمل راوړل(تر سره کول)، په لاره اچول(پيلول، لاس پورې کول)، څو، ترڅو ((چې))، د...څخه ملاتړ، هرکلی، دفاع، مخنيوي

About us| Privacy Policy| Terms & Conditions| Disclaimer| Contact us                                ہمارے با رے میں | پرائیویسی پالیسی| شرائط و ضوابط| دستبرداری| رابطہ|

© 2024-2028 VOA Pakistan       |       Follow us: Facebook | Youtube | Twitter/ X | Instagram |

وزٹرز کی تعداد: لوڈ ہو رہا ہے...