" عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ. " بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ نٓ وَ الۡقَلَمِ وَ مَا یَسۡطُرُوۡنَ ۙ
      FM RADIOS-Listen Live

پښتو

پښتو ژبه دزړې آريائي ژبو نه يوه آزاده ژبه ده چې د دغې ژبې په ځينو څانګو کې يې پختو، پوختو بولي او په هندئ کښې ورته "پټاني"، وائي. پښتو د افغانستان يوه ملي"قومي" ژبه ده چې تر نورو ټولو ژبو ډېر ويونکي لري او له ١٩٣٦ کاله راهيسې د وطن رسمي ژبه ده. خو د افغانستان د نامتو تاريخپوه محمد محسن کاکړ د يوې رسالې لخوا چې دېرش کاله وړاندې په کابل کې ليکل شوې؛ تر دغه سرليک (په افغانستان کښې پښتو او هغې په اړه يو څو خبرې) لاندې يوې سکالو کې د پښتو رسمي مخينه او قومي ځای داسې څرګند شوی: د امير شير علي خان د دويمې باچايۍ په دوران کښې (۱۸۶۸ـ ۱۸۸۰) پښتو د ړومبي ځل لپاره د ملک رسمي او قومي ژبې اعلان شوه. همدارنگه د پښتو ژبې په اړه د افغانستان يو بل نوموتي ژبپوهاند خليل الله هشميان په دې اندازې چې پښتو د فارسئ ژبې په نه ډېره زړه ده او لرغونتيا یې د پښتو ژبې قبیلوي رواجونو په اساس ده چې لرغونتيا یې ٨ مه مخزېږدي پېړیو څخه لا پخوانۍ ده. دا چې ژبې ولې پرمختگ نه دی کړی د همدې ژبې د ویونکیو سره د سیمې په کچه او نړېوالو سرزورو له خوا ټکرونه په کولتوري اړخونو کې ترسره شوي چې په علمي او فني اثارو يې هم په مختلفو پیرونو کې بریدونه شوي او لا روان دي. د مغلو په پېر ۱۴۹۴ زېږدي کې د (صراح) په نوم اثر چې په سوات او پېښور کې د خان کاجو راڼیزي لخوا لیکل شوی و؛ د وخت د زورواکانو لخوا له منځه تللی چې د پښتو ډېر پخوانی لرغونتوب په کې خوندي و۔ مخينه او لرغونتوب: د ويدا اوستا مهابهارت او پهلوي او داسي نورو زړو کتابونو او برليکونو کې د پښتو ادب لرغونتيا تر ميلاده هم ډيره پخوانۍ ښکاري ۔ د راجيت سيتارام پنډت په قول ميلنده پڼهو اصلي نسخه په زړه پښتو ليکل شوې ده، موړ کتاب چې د باختري يوناني باچا ميلندر او بودايي حکيم ناگه سينه تر منځ علمي او مذهبي بحثونه او خبرې اترې دي، د بودايي مذهب يو لوۍ کتاب گڼل کيږي. له دې څخه دا پايله په لاس راځي چې تر ميلاده ٨٠٠ کاله وړاندې لا پښتو ادب ددې توان درلود چې کتابونه پر وليکل شي. همدارنگه د هندوستان د راجستان په يو منده کې موندل شوې شعري مجموعه چې په وينا گرۍ ليکدود کښل شوې، د روشن لال ملهوتره هندي ليکوال په حواله پښتو شعرونه هم لري. ( سر محقق زلمی هيوادمل، د پښتو ادبياتو تاريخ، لرغونۍ او منځنۍ دورې) دغه راز په زړه فارسئ د هنی منشي د لوی دارايوش باچا چې د 886-522 مخزېږد د بېستون په ډبرليکونو کښل شوې او پوهاند حبيبي د څيړنې او ژباړنې له مخې د پښتنو د خلجي گړدود (لهجه) سره ډير لږ توپير لري لنډه دا چې نه يم دروغجن، او تيری کونکی نه يم - او نه د بل تيری په ځان زغملی شم

About us| Privacy Policy| Terms & Conditions| Disclaimer| Contact us                                ہمارے با رے میں | پرائیویسی پالیسی| شرائط و ضوابط| دستبرداری| رابطہ|

© 2024-2028 VOA Pakistan       |       Follow us: Facebook | Youtube | Twitter/ X | Instagram |

وزٹرز کی تعداد: لوڈ ہو رہا ہے...