
يو وخت الوتکه نه وه. د الوتکې لپاره د کلمې د لرلو اړتيا هم نه وه. خو وروسته بيا الوتکه راغله. الوتکه پېلوټ چلوله. هغۀ ته هوايي ډگر پکار ووچې الوتکه راکوزه کړي، او په دې ډول د گڼو نويو مفهومونو لپاره د کلمو د لرلو ضرورت پېښ شو.
ځينو کسانو وويل چې له بل ځايه راغلې کلمې ولې پښتو کوو؟ پېلوټ ته به پېلوټ وايو، او که ډېر تصرف پکې کوو نو د خپلې ژبې له صوتي قواعدو سره سم به يې برابروو، نور نو د بلې کلمې جوړولو ته حاجت نه شته. هره کلمه چې په يوه ژبه کې راشي هغه د هغې ژبې مال دى.
خو ځينو نورو وويل چې اوس هغه پخوا زمانه نه ده چې کلتوري،فکري او تجارتي راکړه ورکړه ډېره محدوده وه او يو نيم پردى لغت که به راغى هغه به د ژبې په ژرنده کې داسې دل کېدۀ لکه له غنمو سره مشنگ.
په اوسنۍ زمانه کې د نورو ژبو د کلمو له سېلاب سره مخامخ يوو. که دا کلمې له يو مخه خپلوو نو دا څو ستونزې لرو:
١، ژبه مو بې خونده کېږي.
٢، د ژبې گرامري جوړښت مو مشکله کېږي. انگرېزان چې نېشن، نشنل اونشنليټي وايي، دا کار د خپلې ژبې د قواعدو په اساس کوي، خو که موږ دا کلمې کټ مټ را اخلو، معنا يې دا ده چې د خپلې ژبې په قواعدو کې مو لاس وواهۀ.
موږ تر دې دمخه هم د دې کلمو عربي معادل ( ملت، ملي،مليت) د عربي قواعدو مطابق زده کړي وو.
که يادې شوې انگليسي کورنۍ د هغو کورنۍ او خپل منځي روابطو ته له پامه پرته زده کوو نو دا کار مو په حافظې باندې فشار ډېروي او که کورنۍ ته يې په پام سره زده کوو نو په انگرېزي گرامر به هم ځان خبروو، چې په دواړو حالتونو کې د ژبې د پېچلتيا سبب گرځي.
٣، د لغت جوړولو پلويان داهم وايي چې که خپلې کلمې جوړې نه کړو نو يو کس به ټولنپوهنې ته علم الاجتماع وايي، بل به يې سوسيالوجي بولي او دريم به سوسيولوژي ليکي، چې دا کار په ژبه کې د انارشي او گډوډي سبب کېږي.
د دغو نظرونو مخالفه غاړه بيا په ځواب کې وايي :
١: دا څه ستونزه نه ده چې په پردو لغتونو کې يو معياري وگڼو. انگلېسي نړيواله ژبه ده او د دې ژبې د کلمو تلفظ پښتو ژبيو ته تر ډېره حده گران کار نه دى نو ولې په داسې مواردو کې انگليسي د معيار په توگه ونه منو؟
٢، د نړۍ ځينې ژبې د پردو لغتونو د جذبولو ښه استعداد لري او پښتو په همدې ژبو کې شامله ده. موږ بايد د پښتو له دې امتيازه گټه واخلو۔
٣، څرنگه چې موږ په افغانستان کې د ژبې منل شوې اکاډيمي نه لرو او ژبه فردي ملکيت نه دى نو که هر څوک په خپل سر لغتونه جوړ کړي دا به لوى سر خوږى وي۔
البته د دا وروستي استدلال په ځواب کې ويل شوي دي چې د نوي لغت جوړول د هر چا کار نه بلکې يوازې د ژبپوهانو کار دى۔
خو په دغه ځواب هم دوې نيوکې کېږي:
يو دا چې ژبپوهان پخپله واحد نظر نه لري. بله نيوکه دا ده چې د لغت جوړول به د ژبپوه کار وي مگرپه هره علمي او فني اصطلاح يوازې هغه وخت ښۀ پوهېداى شو چې په اړونده علمي او فني ساحه کې يې مطالعه کړو۔
د دې خبرې معنا دا ده چې د کلمې د جوړولو لپاره که ژبپوه ته اړتيا ده نو د کلمې د اړوند علم ماهر ته هم اړتيا ده او دغه راز هغو کسانو ته هم اړتيا ده چې کلمه د ښکلا او موسيقي له اړخه ښه تللى او ارزولى شي
۔
مثال: لږ تر لږه درې لسيزې کيږي چې په پښتو کې استثمار ته زبېښاک وايو. دا اوس منل شوې کلمه ده. خو که د دې کلمې جوړوونکى له دې کلمې سره اړوند علم يعنې سياسي اقتصاد سره بلد واى بيا به يې خامخا هغسې معادل ورته جوړاوۀ چې په دې علم کې معنا لري۔
دغه راز د کلونياليزم کلمې ته چې له کالوني راوتلې ده، عربو د دې کلمې تاريخچې او اصلي مفهوم ته په پام سره د استعمار کلمه وضع کړه.
دغه رازاردو ژبو د استعمار اصلي او تاريخي معنا ته په پام سره نيوکلونياليزم ته نو ابادياتي نظام ووايه.
خو په پښتو کې چې چا ورته د ښکېلاک کلمه وضع کوله هغه له پښتو گرامر او مشتقاتو سره بلد وو مگر د دې کلمې له اصلې او علمي مفهوم سره نا اشنا وو ځکه يې داسې معادل ورته غوره کړى دى چې د پردي او نوي ځاى له ابادولو سره يې تعلق نه شته
۔
ايا په داسې يوې موضوع کې چې واحد او ټولمنلى نظر نه شته د يوې رسنۍ او يوې راډيو د ژورناليسټ دريځ بايد څه وي؟
ژورناليسټ نه ژبپوه دى او نه د بل علم ماهر دى. له بلې خوا د دۀ کار هم دا نه دى چې ژبه جوړه کړي۔
که يو ليکوال په خپل کتاب کې خپل يا پردي نوي جوړ کړي لغتونه راوړي دا يې خپل کار دى، که د خلکو نه خوښېږي نو د دۀ کتاب به يې نه خوښېږي، د بل چا يې څۀ؟
خو يوه راډيو د ژورناليسټ شخصي مال نه دۍ، دى هلته مجبور دى چې د يوۀ ارگان د غوښتنو نماينده گي وکړي۔
له بلې خوا په کتاب کې که نااشنا کلمې وي نو لوستونکى ورته د تم کېدو فرصت لري چې ځان ورباندې سم پوه کړي خو د راډيو سمعي يا غږييزه وسيله دا چانس اورېدونکي ته نه ورکوي۔
راډيو ژورناليسټ د بلې هرې رسنۍ تر کارکوونکي ډېر مجبور دى چې په اسانه ژبه پسې وگرځي او نوى لغت که هر څو اسانه وي مگر په اولو ورځو کې اورېدونکو ته اسانه نه دى۔
نو ايا دى له نويو لغتونو بېخې تېر شي او اول نورو رسنيو ته فرصت ورکړي چې نوي لغتونه امتحان کړي چې که خلکو ومنل او زده کړل بيا دې يې دى استعمال کړي؟
ځينې ژورناليستان همدا نظر لري. دغه علت دى چې ځينې راډيو گانې د نويو لغتونو د استعمال پلوۍ نه دي۔
خو ځينې نور ژورناليستان بيا وايي چې که د نويو لغتونو په استعمال کې ډېر احتياط کوو نواورېدونکوته به د مطالبو په رسولو کې پاتې راشو.
په افغنستان کې پخوا د انتحاري حملو پېښې نه وې خو اوس چې شته نو بايد کلمه ورته ولرو۔
که انتحاري حمله ورته وايو ډېرخلک يې په معنا نه پوهېږي او که يې خود کشي بولو معنا يې مبهمه پاتېږي.
د هغه چا چې ځانمرگى بريد کوي او د هغه چا تر منځ د مځکې او اسمان فرق دى چې اوبو ته يې ځان واچاوۀ او ويې ويل:
پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه۔
په دې منځ کې چې هر چا د ځان مرگي کلمه وکاروله هغه وگټله ځکه خلک يې په اسانه پوى کړل.
دغه راز موږ په پښتو کې ترهه او گر لرو نو تر تروريست خو خلک په ترهه گر په اسانه پوهېږي چې کوم ډول جنايت کار ته اشاره کېږي.
راډيو ژورناليسټ له نويو کلمو بلکل منع کول بې گټې کار دى. نوي مفاهيم نوې کلمې غواړي.
خو بهتره دا ده چې د نويو کلمو په استعمال کې ځينې خبرې په پام کې وي چې د تيروتنې چانس کم شي:
يو، د نوې کلمې په استعمال کې له خپلو همکارانو سره مشوره پکار ده ځکه نوى شى کله کله ډېر غولوونکى هم وي.
دوه، ژبپوهان چې نوې کلمه وضع کوي دوى ځينې اصول لري. په دغو کې ډېر مهم يې دا دي:
الف: د نوې کلمې تلفظ بايد اسانه وي. يو وخت يوۀ ژبپوه د هوټل لپاره د مېلمستځي کلمه وضع کړه خو خلکو ځکه ونه منله چې کانسوننټ پکې ډېر دي، تلفظ يې اسانه نه دى. هغه کلمه چې تلفظ يې اسانه نه وي هغه بد رنگه کلمه ده او ژورناليسټ که په بدرنگه ژبه خبرې کوي طبعا د خبرو اثر يې کمېږي.
ب: د کلمو لنډوالى د هغو يو امتياز دى.( د بېلگې په توگه) به پښتو وي او( مثلا) به عربي وي خو هغه پښتو شپږ سېلابه کلمه ده او مثلا درې.
پ: نوې کلمه که سملاسي مطلب ورسوي دا يې بل امتياز دى. ترهه گر يا وړانديز يا ولسمشر که د اول ځل لپاره هم څوک اوري په مطلب يې پوهېږي خو غونډله د جملې په معنا دا کمال نه لري.
ج: له نوې کلمې بايد د هماغې کورنۍ نورې کلمې هم جوړې شي. له ولسمشره، ولسمشري جوړېږي او دا يې يو بل امتياز دى.
چ: نوې کلمه بايد التباس پېدا نه کړي، يعنې بله معنا ونه لري. ټاکنې نن سبا د انتخاباتو په معنا ډېره راځي خو ټاکنې مقرريو ته هم وايي. د چارواکي د کلمې د سملاسي منل کېدو يو علت دا وو چې د مسوول کلمې بله معنا (گناه گار او جواب ده) هم لرله، يعنې په هغې کې التباس وو او په چارواکي کې دا عيب نه شته.
درې: د نوې کلمې تر غوراوي اواستعمال دمخه بايد ژورناليسټ وگوري چې ايا د خلکو په ژبه کې خو د هغو لپاره تورى نه شته؟
مثلا د سهارنۍ لپاره په عامه پښتو کې سبانارى شته نو د سهارنۍ استعال ته اړتيا شته؟
ژوبڼ چې وو نو ځناوربڼ ولې وضع شو؟
دغه راز نس ناسته شته نو نس بهېدنه ولې جوړ کړو؟ او نرم شته نو انعطاف نه منونکى ولې وکاروو؟
څلور: هغه کلمه چې يوه بله پوچه کلمه رايادولى شي بهتره ده زړۀ ورته ښه نه کړو. مثلا د اساسي په معنا بنسټيزممکن يوه سپکه کلمه هم راتداعي کړي او دا يې يو عيب دى.
د رسنۍ او په تېره بيا د سمعي رسنۍ کارکوونکى بايد د نويو لغتونو په اړه دغه دوه اصله په نظر کې ولري:
يو، اسانوالى: چې ډېر خلک ورباندې بې زحمته پوه شي.
دوه، دمعنا دقت: چې معنا يې مبهمه نه وي. د ځان مرگي کلمې ته ځکه ضرورت وو چې دغه کار نه د نورو جرمونو غوندې دى او نه د نورو خودکشيو غوندې چې يوازې روحي ناروغي وي.
اسانوالى او دقت کله کله د يو بل مخالف نقش لوبوي. زېړى عام فهمه کلمه ده خود طب په لحاظ ممکن دقيقه نه وي. په داسې مواردو کې بيا بهتره ده چې دقت تر اسانوالي غوره وگڼو.
د نويو لغتونو او له لويه سره د ژبې په بحث کې يوه خبره داده چې ځينې کسان ژبې ته دومره اهميت ورکوي چې سبک يې له ورايه نارې وهي چې د پلاني ليکنه ده.
د خبر او ژورناليزم ژبه بايد ( سبک ځپلې ) نه وي ځکه د اورېدونکي توجه د مطلب په ځاى د هغې د ليکلو طرز ته وراړوي او دا گټور کار نه دى.
د کلمو په انتخاب او د جملو د طرز په انتخاب کې د ژورناليست لپاره تر گردو ښه سبک د سبک نامحسوسوالى دى.